اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په کراچۍ كښې جناح انټرنيشنل ايئرپورټ ته نزدې د چين عملے په ګاډي د ترهګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرو په بريد كښې د چين د دوه وګړو په مرګ د افسوس څرګندونه كولو سره ژوبل شوو له په ترجيحي بنيادونو د طبي مرستې وركولو امر كړے دے۔ وزيراعظم په دې موقع د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په بريد كښې ككړ ترهګر به ډېر زر نيولو سره انصاف سره مخ كړې شي، ترهګر پاكساني نه شي كېدې بلكې دوي د پاكستان دښمنان دي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ بشپړه خا??مې لپاره حكومت په بشپړه توګه فعاله دے او د ترهګرۍ تر بشپړه خا??مې به د ترهګرو په ضد جنګ روان وي۔
Nguồn bài viết : Imperial Havana Club Nha Trang