اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د 26 م آئینی بدلون په منظورۍ قام ته مباركي وركولو سره وئيلي دي دا د پاكستاني اولس كاميابي ده په دې د پاك پروردګار زيات شكر ادا كوؤ۔ داخله وزير د آئيني بدلون په ملاتړ كولو د مولانا فضل الرحمن او د اتحادي ګو??دونو مشرانو مننه وكړه۔ په خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل چې د مولانا فضل الرحمن مثبت او تاريخي كردار به تل ياد ساتلے شي۔ د صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ وزيراعظم شهباز شريف ٬ بلاول بھټو زرداري او د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل دا آئين د جمهوريت بريا ده۔ ده ووئيل ننۍ كاميابي د پاكستان او د پاكستاني اولس ??ه۔ د ټولو جمهوري ګو??دونو مشرانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د آئيني بدلون بل منظوري د پارليمنټ حق دے۔ دې لپاره د رايو اتفاق رامخې ت?? كولو له ټولو په ګډه كار وكړو او د دې په زړه پورې نتيجه رامخې ت?? شوه۔ ده ووئيل د د ادارو ترمينځه د اختياراتو توازن لپاره د بدلون بنيادي اه??يت لري۔
Nguồn bài viết : Hội cày game kiếm tiền